د تېر یو کال په ترڅ کې د عدلیې وزارت له خوا د ۴۹ تقنیني سندونو د مسودو تسوید او تدقیق

hayat_admin
Wed, Aug 16 2023 3:57 PM
.

د افغانستان اسلامي امارت عدليې وزارت د زمري د میاشتې په ۲۵ نېټه د چهارشنبې په ورځ د حکومت د رسنیو په مرکز کې ملت ته د دولت د حساب ورکولو په برنامې کې د دغه وزارت د یو کلنو فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور وړاندې کړ. د یاد راپور په اساس دغه وزارت د تېر یو کال په ترڅ کې د ۴۹ تقنیني سندونو مسودې تسوید او تدقیق کړي او د عامه او امارتي حقوقو او ګټو د دفاع، د حقوقي مساعدتونو وړاندې کولو، حقوقي دعواوو ته د رسیدګۍ، د تقنیني سندونو خپرولو، ټولنو او د معاملاتو لارښوونو ته د جواز ویشلو، د تقنیني سندونو د ژباړې په برخه کې او په خپلو نورو کاري برخو کې هم د پام وړ لاسته راوړني درلودلې.

د عدلیي وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په دغې برنامې کې حساب ورکول یو ښه او نیک اقدام یاد کړ ویې ویل چې دغه کار شرعي حیثیت لري او د حکومت او ملت ترمنځ د اعتماد فضا رامنځته کوي او ټینګار یې وکړ چې په حساب ورکولو سره، ادارې د خپلو کارونو نیمګړتیاو ته متوجه کیږي او د هغو د لري کولو په برخه کې اقدام ترسره کوي.

نوموړي د بېلابېلو نظامونو یادونه وکړه او د اسلامي امارت نظام يې هغه نظام وباله چې هم اسلامي ارزښتونو ته پابند دی او هم ملي ارزښتونو ته پابند دی. نوموړي رسنیز کارونه په هغه صورت کې چې له شرعي او د رسنیو له اصولو سره موافق واوسي، تبلیغاتي جهاد وباله او ویې ویل په هغه صورت کې چې دغه کار په رښتینولۍ او امانتدارۍ سره ترسره شی، تبلیغاتي جهاد او عبادت دی. نوموړي له رسنیو څخه وغوښتل چې د دغه نظام ترشا ولاړ شي او له نظام څخه ملاتړ وکړي ځکه چې دغه نظام یو شرعي نظام دی. دغه راز نوموړي رسنیو ته توصیه وکړه چې خپلې دندې په رښتینولۍ او امانتدارۍ سره ترسره کړي او د موضوعاتو په خپرولو کې د هغو مثبت او منفي اړخونه په پام کې ولري او د منفي اړخونو او د دروغو شایعاتو له خپرولو څخه ډډه وکړي.

ورپسې د عدلیې وزارت د قانون جوړونې د چارو د انستېتوت لوی رئیس مفتي فضل هادي صاحبزاده  د یاد وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو راپور وړاندې کړ ویې ویل چې د ۴۹ تقنیني سندونو مسودې د یاد وزارت له لوري تسوید او تدقیق شوي چې د احصايې قانون، د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتو اوریدلو قانون، د مدافع وکیلانو قانون، د ټولنو قانون، د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون او نور مهم قوانین او مقررې په کې شاملې دي.

د نوموړي په وینا د یاد وزارت له لوري ۱۰ کړنلارې هم تسوید او تدقیق شوي او اړوندو مراجعو ته ورکړل شوي او وزارتونو او امارتي ادارو ته هم په بېلابېلو برخو کې ۲۵۹ مشورې او د حقوقي نظر څرګندونې وړاندې شوي دي. په همدې توګه د ۳۵ معاهداتو او تفاهم نامو د مسودو په اړه قانوني نظرونه وړاندې شوي دي.

د عدلیې وزارت د قانون جوړونې د چارو د انستېتوت لوی رئیس وویل چې یاد وزارت د تېر کال په ترڅ کې د عامه او امارتي حقوقو او ګټو د دفاع په برخه کې د محکمو په وړاندې ۵۲۵۲ قضیې پرمخ وړلي او پایله کې ۴۵ زره او ۴۴۲ جریبه ځمکه د محکمو له پریکړې څخه وروسته اړوندو امارتي ادارو ته سپارل شوې ده. په همدې توګه د امارت د قضایاوو د ادارې له خوا ۴۴۰۰ دوکانونه استرداد شوي او یا هم د محکمو د پریکړو په ترڅ کې له تطبیق څخه وروسته امارتي ادارو ته سپارل شوي دي.

عدليې وزارت حقوقي دعواوو ته د رسیدګۍ په برخه کې هم ۷۹ زره او ۵۷۲ حقوقي عریضو او ۱۷ زره او ۵۰۷ حقوقي دوسیو ته رسیدګي کړې او ۸ زره او ۳۲۸ د شخړو او فامیلي، سوداګرۍ او مدني حقوقي قضیې محکمو ته له استولو وړاندې حل او فصل کړي دي. ۱۳۴۳ مدني او د سوداګرۍ حقوقي دوسیې د محکمو له پریکړې څخه وروسته تطبیق شوي دي. د مفتي فضل هادي صاحبزاده په وینا، دغه فعالیتونه د عدلیې وزارت له تشکیل څخه سترې محکمې ته د حقوقو د لوی ریاست له لیږد څخه وړاندې ترسره شوي او د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د مرغومي د میاشتې په ۷ نېټه د یاد ریاست تشکیل د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان په اساس سترې محکمې ته ولیږدول شو.

عدلیې وزارت د حقوقي مساعدتونو په برخه کې هم ۷۵۴ تنو ته حقوقي مساعدتونه وړاندې کړي او نږدې ۵۶ زره د هیواد اتباعو ته د ۱۰۰۰ برنامو په ترسره کولو سره، حقوقي پوهاوی وړاندې کړی دی. د عدلیې وزارت حقوقي مساعدینو له بې وزلو شکمنو او تورنو څخه د دفاع په منظور د محکمو په ۲۴۰ قضايي غونډو کې برخه اخیستې او د محکمو د حکم په اساس ۹۲ بې وزله تورنو برائت ترلاسه کړی.

د تېر یو کال په ترڅ کې د عدليې وزارت له خوا اتحادیو او خیریه بنسټونو ته ۱۴۲ جواز لیکوونه ویشل شوي، ۵ جوازلیکونه تجدید شوي او ۱۴ جوازلیکونه لغو شوي دي. په همدې توګه د معاملاتو د لارښوونې غوښتونکو ته ۵۵۴ جوازلیکونه ویشل شوي، ۳۷۹ نور جواز لیکوونه تجدید شوي دي او نږدې ۳۵۰ نور جوازلیکونه هم فسخ او لغو شوي دي. عدلیې وزارت په دوامداره توګه د ټولنو او د معاملاتو د لارښوونې له دفترونو څخه څارنه کړې او د معاملاتو د لارښوونې ۴۶۷ دفترونه د غیرقانوني او جعلي سټو څخه د استفادې په دلیل تړلي دي. نږدې ۵۵۰ عریضه لیکوونکو ته هم نوي او تمديدي جوازلیکونه صادر کړي او په دوامداره توګه یې د عریضه لیکوونکو له فعالیت څخه څارنه کړې ده.

عدلیې وزارت په تېر کال کې د معاملاتو لارښوونو د جواز درلودونکو ته د زده کړییز سیمینار برنامې په لار اچولي چې تر دې دمه ۵۰۰ تنو په دغو برنامو کې برخه اخیستې او له خپلو حقوقو او مکلفیتونو څخه خبر شوي دي. دغه راز په دوامداره توګه د عریضه لیکنې د جواز له غوښتونکو څخه آزموینه اخیستې او تر دې دمه له ۱۰۲ تنو غوښتونکو څخه آزموینه اخیستل شوې او یادې برنامې دوام لری.

دغه راز عدلیې وزارت ۵ ګڼې تقنیني سندونه په ۱۱ زره ټوکو کې چاپ، خپاره او بیاځل چاپ کړي او په مرکز او ولایتونو کې خلکو او امارتي ادارو ته په لاسرسۍ کې ورکړي دي. دغه راز د سوداګرۍ علامو د ثبت ۱۳۴۰۰ اعلانونه په ۱۲ ګڼو او ۲۴۰۰ ټوکو رسمي جریدو کې چاپ شوي دي. یوه ګڼه د عدالت مجلې ګاهنامه چې علمي-حقوقي مقالې او موضوعات په کې شامل دي هم د عدلیې وزارت له لوري چمتو او چاپ شوې ده.

له بل لوري یاد وزارت اطلاعاتو ته د لاسرسۍ د حق د تطبیق په منظور هم تل له رسنیو او خلکو سره په اړیکه کې ده او د اطلاعاتو غوښتونکو ته یې په سلګونو ځلي لازم اطلاعات او معلومات د مصاحبو، خبرتیاوو، خبر پاڼو او د الکترونیکي وسایلو له لارې  مستقیم ځواب له هغوی سره شریک کړی دی.

عدلیې وزارت د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمې سندونو د ژباړې د تصدیق په برخه کې هم لاسته راوړنې درلودلې چې ۸۶ زره او ۲۸۲ رسمي سندونه چې په هغو کې تذکره، نکاح خط، د زیږون کارت او نور رسمي سندونه شامل دي.

عدلیې وزارت د تېر کال په ترڅ کې د مدافع وکیلانو د ارزونې ۳۲ دورې په بریالیتوب سره ترسره کړي او مدافع وکیلانو ته يې هم ۱۴۰۱ نوي او تمدیدي جوازلیکونه ویشلي دي. ټاکل شوې ده چې په راتلونکې اوونۍ کې هم د دفاع وکالت د جوازلیک له غوښتونکو څخه د مدافع وکیلانو د آزموینه دوه یم دور واخیستل شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS