په کندز ولایت کې څه باندې ۳۶ جریبه ځمکه استرداد شوه

hayat_admin
Mon, Aug 07 2023 3:37 PM
.

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د محرم الحرام د میاشتې په ۲۱ نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په هغې کې د علي آباد ولسوالۍ د طاهري ساحې او د حضرت امام صاحب ولسوالۍ شورکول، حلقه کول او خروټي ساحو دوسیه بحث او ارزونې لاندې ونیول شوه.

په پایله کې له بررسیو څخه وروسته د طاهریو ساحې ۳۶ جریبه او ۹ بسوې او ۱۵ بسواسې ځمکه چې مخکنۍ ناسته کې امارتي تثبیت شوې وه، د دغه هیئت له کاري کړنلارې سره سم استرداد شوه او د کمېسیون اجارې ورکوونې کړنلارې سره سم د هغې د اجارې ورکولو د پړاونو تېرولو لارښوونه صادر شوه.

په دغې ناسته کې، د حلقه کول ۱۲۰ جریبه ځمکې دوسیې په تړاو چې مخکنۍ اوونۍ کې امارتي تثبیت شوې وه او دغه راز د شور کول ۲۰ جریبه ځمکې دوسیې په تړاو هیئت توظیف شو ترڅو یادې ساحې سکیچ او کروکي کړي او د هغو راپور په راتلونکې ناسته کې وړاندې کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS