په سرپل ولایت کې څه دپاسه ۲۹ جریبه ځمکه استرداد شوه
د سرپل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په ۱۵ نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د دغه هیئت د کلني راپور او دغه راز د غصب شویو ځمکو جدولونو په تړاو په کې بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه او تصمیم ونیول شو چې د غاصبینو او د غصب شویو ځمکو پېژندلو په موخه له یادو جدولونو څخه، استفاده وشي.
په دغې ناسته کې د یو شخص دوسیه بررسي شوه او د ساحې له لیدنې څخه وروسته، د پهلوان تاش کلي ۲۵ جریبه ځمکه، څړځای تثبیت او استرداد شوه. دغه راز د سوزمه قلعه ولسوالۍ د چهاریک بازار ساحې ۴ جریبه او ۱۷ بسوې او ۴ بسواسې ځمکه له بررسۍ څخه وروسته امارتي تثبیت او استرداد شوه او پریکړه وشوه چې د هغې بشپړه دوسیه د اجارې ورکولو په موخه د کرنې ریاست ته واستول شي.
هیئت د صیاد ولسوالۍ د پشت باغ کلي ۹ جریبه او ۱۸۶۰ متر مربع ځمکه هم امارتي تثبیت کړه او لارښوونه یې ورکړه ترڅو د هغې په اړه له اړوند ارګان څخه معلومات وغوښتل شي.
یاد شوي هیئت د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز په کهنه بازار کلي کې د ارشاد، حج او اوقافو ریاست د غصب شوې ځمکې بررسۍ له پاره ساحې ته سفر وکړ او غصب شوې ساحه یې کروکي او مساحت کړه او د دغې ساحې غاصبینو، ملکانو او مشراونو ته یې استعلامونه وویشل.
