کندز ولایت کې ۸۰ جریبه امارتي ځمکه استرداد شوه

hayat_admin
Tue, Aug 01 2023 1:17 PM
.

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په ۱۴ نېټه د دوشنبې  په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د حضرت امام صاحب ولسوالۍ د خواجه تاو ساحې دوسیه په کې ارزونې او بررسۍ لاندې ونیول شوه.

دغه هیئت د یادې ساحې ۸۰ جریبه امارتي ځمکه استرداد کړه او د هغې د اجارې ورکولو پړاونو تېرولو لارښوونه یې صادر کړه.

دغه راز په دغې ناسته کې د ۱۲۰ جریبه ځمکې په اړه د حلقه کول ساحې دوسیه ارزونې او بررسۍ لاندې ونیول شوه چې په پایله کې یاده ځمکه امارتي تثبیت شوه او د هغې د استرداد په برخه کې لازمې لارښوونې وشوې.

د تخنیکي هیئت غړو د یاد ولایت له والي سره هم د همغږۍ ناسته جوړه کړه او د تېرې یوې میاشت په ترڅ کې د خپلو فعالیتونو راپور وړاندې کړ او خپل ستونزې او ننګونې له نوموړي سره شریکې کړې ترڅو د هغو د حل په برخه کې همکاري وکړي.

د کندز ولایت والي د تخنیکي هیئت کړنې وستایلې او د تخنیکي هیئت له غړو سره يې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS