د جوزجان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
Sat, Jul 22 2023 9:36 AM
.

د جوزجان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام میاشتې په ۲ نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، د شبرغان مرکز اړوند د جګدلک کلي او ترکستان ښارګوټي استول شویو دوسیو په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه او مخکني توظیف شوي ټیمونو ته دنده ورکړل شوه چې د مرکزي کمېسیون له لارښوونې سره سم د موضوع په تړاو اجراآت ترسره کړي او له خپلو اجراآتو څخه یاده هیئت ته ډاډ ورکړي.

په همدې توګه د شبرغان ښار د مرکز په بابه علي کلي کې د خروټو ناقلینو د اوسیدونکو عریضې په تړاو د یو ټوک دوسیې په اړه بحث او د نظر تبادله ترسره شوه او تخنیکي هیئت د موضوع په تړاو د کار او ټولنیزو ریاست د رئیس په مشرۍ یو ټیم توظیف کړ چې د امارت د قضایاو مسلکي غړو په همکارۍ موضوع په هراړخیز ډول بررسي کړي او تخنیکي هیئت ته راپور وړاندې کړي.

په یاده ناسته کې، د توظیف شویو ټیمونو رئیسانو هم د خپلو ټیمونو د فعالیتونو او د ساحوي کارونو د اجراآتو له پرمختګ څخه مفصل راپور وړاندې کړ.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS