د ننګرهار ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
Mon, Jul 10 2023 10:28 AM
.

د ننګرهار ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته، د ذوالحجې د میاشتې په ۲۱ نېټه د یکشنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

په دغې ناسته کې د کابل هډې ځمکې، د مهمندرې ۶ جریبه ځمکې، د حاجي قدیر ښارګوټي، د غوچک ساحې، د سخي صاحب وقفي ځمکې او د شهر کهنه موضوع په اړه بحث او د نظر تبادله ترسره شوه.

تخنیکي هیئت د کابل هډې ځمکې په اړه پریکړه وکړه چې ټولو هغو اشخاصو ته چې دغه ځمکه یې له دوو اشخاصو څخه پېرودلې ده، استعلامونه وویشي.

د شهر کهنه ښارګوټي په اړه هم پریکړه وشوه چې د ښاروالۍ نقشه په ساحه کې تطبیق شي او هیئت د مهمندرې ۶ جریبه ځمکې په تړاو هم پریکړه وکړه چې یاده ځمکه تثبیت او په اجاره ورکړل شي

دغه راز پریکړه وشوه چې د حاجي قدیر ښارګوټي او غوچکو ساحې کروکي، سکیچ او اندازه مشخصه شي او ورسته يې په اړه تصمیم ونیول شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS