د کندز ولایت په مرکز کې له ځینو ښارګوټو څخه د یاد ولایت د تخنیکي هیئت لیدنه وکړه

hayat_admin
Mon, Jun 26 2023 10:18 AM
.

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ذوالحجې د میاشتې په ۷ نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد ولایت څلورو ښارګوټو ته ولاړ او له نږدې له هغو څخه لیدنه او بررسي ترسره کړه.

یاد شوي هیئت لومړی د رستاق آباد، فیض آباد، نازکمیر سرفراز او آریانا ښارګوټو له مالکانو او اوسیدونکو سره وکتل او هغوی ته استعلامونه وویشل.

ورپسې دغه هيئت یادو څلورو ښارګوټو ته ولاړ او د ساحې او د هغې د اوستوګنې نمرې له نږدې ولیدلې او بررسي کړې او د هغو د سکیچ او کروکي په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.

په آریانا ښارګوټي کې ۱۹ هکتاره ځمکه، په نازکمیر سرفراز ښارګوټي کې ۱۶۰ جریبه ځمکه، په رستاق آباد ښارګوټي کې ۲۰۴ جریبه ځمکه او په فیض آباد ښارګوټي کې ۵۰ جریبه ځمکه شامله ده چې په ۱۳۸۲ او ۱۳۸۸ کلنو کې ویشل شوي دي. د یادو شویو ټولو ښارګوټو ځمکې امارتي دي او د هغو په سندونو څېړنې روانې دي.

تخنیکي هیئت لارښوونه وکړه چې د هيئت ټول غړي په جلا ټیمونو وویشل شي او د یادو ښارګوټو د سندونو پر تطبیق کار وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS