د کنړ ولایت له والي سره د یاد ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د همغږۍ ناستې جوړیدل

hayat_admin
Sat, Jun 24 2023 11:07 AM
.

د کنړ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ذوالحجې د میاشتې په ۳ نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت له والي سره د همغږۍ ناسته جوړه کړه.

په دغې ناسته کې، تخنیکي هیئت، د کنړ له والي سره د خپلو اصول او مقررات او فعالیتونو راپور شریک کړل، زیاته یې کړه چې دغه هیئت له رامنځته کیدلو څخه تر دې دمه پر ۱۳ کادستري ټوټو کار کړی او د ۲۱۳ غاصبینو د شهرت جدول ترتیب کړی دی.

یاد هیئت د دغه ولایت والي ته وویل، کله چې دغه هیئت له اشخاصو څخه امارتي ځمکې استرداد کوي، هغوی د یاد ولایت مقام ته عارض کيږي. تخنیکي هیئت په دغې برخه کې  د یاد ولایت له والي څخه د همکارۍ غوښتونکی شو.

د یاد ولایت والي تخنیکي هیئت ته د کارونو په برخه کې د بشپړ احتیاط او له اصولو او قوانینو سره د کارونو د ترسره کولو توصیه وکړه او زیاته یې کړه چې نوموړي له هغوی سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS