د کابل ښار له دارالوکالو څخه څارنه او کنټرول ترسره شو

hayat_admin
Tue, Jun 20 2023 3:02 PM
.

د عدليې وزارت د مدافع وکیلانو د ریاست د نظارت ټیم غړو، د ذوالقعدې د میاشتې په ۲۹ نېټه د یکشنبې په ورځ د کابل ښار  په نهمې او لسمې ناحیو کې څارنه او کنټرول ترسره کړ.

په دغه نظارت کې، ۲۳ دارالوکالې بررسي او کنټرول شوې چې له دې جملې څخه په ۲ دارالوکالو کې مدافع وکیل په خپله حضور نه درلود او نامسؤلو اشخاصو فعالیت درلود، د هغوی دفترونه وتړل شول او د هغو متصدیان د ځواب ورکولو له پاره عدليې وزارت ته وغوښتل شول.

دغه راز د څارنې په بهیر کې هغو مدافع وکیلانو ته چې د هغو د فعالیت ناحیه او لوحې له جوازلیکوونو سره سمون نه درلود، توصیې وشوې ترڅو ژر تر ژره د خپل دارالوکالو لوحې او د فعالیت ځای له خپلو جوازلیکوونو سره سم تنظیم کړي.

د عدليې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست د مدافع وکیلانو له نوم او امتیاز او د هغو له دارالوکالو څخه د ناوړه ګټه اخیستنې له منځه وړلو په منظور، د مدافع وکیلانو د هر اړخیزې همکارۍ غوښتونکی دی.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS