د پکتیکا ولایت عریضه لیکوونکو له پاره یوه ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړیدل

hayat_admin
Tue, Jun 20 2023 2:30 PM
.

د پکتیکا ولایت عدلیې ریاست د یاد ولایت د استیناف محکمې د ریاست په هغمږۍ د ذوالحجې میاشتې په ۱ نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت عریضه لیکوونکو له پاره، یوه ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه کړه.

په دغې برنامې کې، د پکتیکا ولایت عدليې رئيس مولوي حیات الله آمین د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د دغې برنامې جوړلو موخه یې د یاد ولایت رسمي ادارو ته د عریضې لیکنې په برخه کې د عریضه لیکوونکو د ظرفیت لوړول وګڼله. نوموړي زیاته کړه که چېرې عریضې په اصولو ولاړې وي، له یو لوري رسمي ادارې د عارضینو غوښتنو ته په وخت رسیدګي کوي او له بل لوري د امارتي ادارو د مسؤلینو د وخت ضایع کیدلو مخنیوی کیږي.

په دغې برنامې کې د یاد ولایت د استیناف محکمې رئیس هم خبرې وکړې او عریضه لیکوونکي خپل مسؤلیتونو او مکلفیتونو ته متوجه کړل.

د یادې برنامې په ترڅ کې عریضه لیکوونکو له پاره د عریضه لیکوونکي د مکلفیتونو، په حقوقي او جزائي موضوعاتو کې د یوې عریضې د کمال او صحت شرطونه، د موضوعي او حوزوي صلاحیتونو پېژندګلوي، پر عریضو حاکم اصول او ادارو کې د سلسله مراتبو په اړه معلومات وړاندې شول.

د یادې برنامې په پای کې، یادو عریضه لیکوونکو د دغې برنامې له جوړونکو څخه مننه وکړه او په راتلونکي کې هم د دغه راز برنامو جوړیدلو غوښتونکي شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS