د جوزجان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
Sat, Jun 10 2023 1:57 PM
.

د جوزجان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته، د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۸ نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، یاد شوي هیئت د فیض آباد ولسوالۍ په کوکلداش او جوی وزیر کلیو کې پر غصب شویو امارتي ځمکو او د جوزجان ولایت په مرکز کې د ښاروالۍ پر غصب شویو ساحو بشپړې شوې بررسۍ مطالعه او تائید کړې.

په دغې ناسته کې، د ښوونې د ملکیت د غصب شوې ځمکې دوسیه هم بررسي شوه او پریکړه وشوه چې فني او مسلکي ټیم د ساحو څېړنې او اصولي سندونه بشپړ او راپور یې دغه هیئت ته وړاندې کړي.

د یادې ناستې په لړ کې، د تخنیکي هیئت رئیس د شمال زون د پنځو ولایتونو د والیانو او د کرنې د رئیسانو د ناستې راپوړ وړاندې کړ او په همدې توګه امنيې قوماندانۍ ته دنده وسپارل شوه چې د اسلامي امارت د مشرتابه مقام له حکمونو او لارښوونو سره سم، د فرصت طلبو او غاصبو افرادو مخنیوي وکړي، چې په امارتي ځمکو کې په تصرفاتو، کیندنو او ودانولو لاس پورې کوي.

د څو کلیو او بېلابېلو ساحو په اړه د مؤظف شویو ټیمونو راپور هم په دغې ناسته کې وړاندې شو. چې د وړاندې شوي راپور په اساس، د مرکزي شبرغان په بندر آقچه کې د ښاروالۍ پر غصب شویو ځمکو، د افغانګاز تصدۍ د استوګنې پروژې ساحې او د جوزجان ولایت د مرکز اړوند په یو کلي کې د غصب شویو امارتي ځمکو څېړنې بشپړې شوي او اداري او حقوقي کارونه یې هم د بشپړیدلو په حال کې دي او پر پاتو ساحو هم کار روان دی.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS