د کنړ ولایت له یو شمېر اوسیدونکو سره د یاد ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت کتنه

hayat_admin
Tue, Jun 06 2023 2:21 PM
.

د کنړ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۵ نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز اړوند لچیګلۍ ساحې له اوسیدونکو سره وکتل .

په دغې کتنه کې، یاد شویو اوسیدونکو وویل چې د کادستر په ۸۶۴ امارتي ټوټه کې، د هغوی ۴۳ جریبه شخصي ځمکه شامله ده خو د کادستر ټیم د هغوی ځمکه لږه مشخصه کړې ده. هغوی د خپل سندونه د بررسۍ او ساحه کې د تطبیق غوښتونکي شول.

تخنیکي هیئت ټینګار وکړ چې د امارت پالیسي حقدار ته حق رسول او د امارتي املاکو له غصب څخه مخنیوی ده او یادو شویو اوسیدونکو ته يې دغې برخه کې ډاډ ورکړ چې د هغوی سندونه به په دقیق ډول بررسي شي.

د کادستر مسؤل د یادې ساحې کادستري معلومات له هغوی سره شریک کړل او پریکړه وشوه چې په راتلونکو غونډو کې موضوع حل او فصل شي.

تخنیکي هیئت له یو بل شخص سره چې د کادستر په ۷۷۵ امارتي ټوټې کې د شخصي ملکیت ادعا درلودله هم وکتل او نوموړی د خپل سندونو د بررسۍ غوښتونکی شو.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS