د کابل ښار د دارالوکالو بررسي او نظارت

hayat_admin
Mon, Jun 05 2023 11:23 AM
.

د عدليې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست د نظارت هیئت د ذوالقعدې د میاشتې په لومړۍ او دیارلسمې نېټو په کابل ښار کې له ۳۲ دارالوکالو څخه نظارت او بررسي ترسره کړه. د دغې بررسۍ په پایله کې د کابل ښار په دوه یمې ناحیې کې د مدافع وکیلانو د کړنلارې ۵۳ مادې نه رعایتولو په دلیل یوه دارالوکاله وتړل شوه او متصدي يې عدليې وزارت ته وغوښتل شو.

دغه هیئت د هغو دارالوکالو له ټولګې څخه چې د دغه هیئت له خوا وړاندې تړل شوې وې، یوازې د هغوی څلورو تنو ته چې خپل دفترونه يې د مدافع وکیلانو د انسجام کړنلارې مطابق تنظیم او سرغړونې یې حل کړې وې، د کتبي ژمنلیک اخیستلو څخه وروسته بیاځل د فعالیت اجازه ورکړه.

د مدافع وکیلانو ریاست د اسلامي شریعت حکمونو او د افغانستان د اسلامي امارت د نافذ شویو قوانینو په رڼا کې د مدافع وکیلانو څخه د ملاتړ په لټه کې دی او دغې برخه کې له هیڅ راز همکارۍ څخه ډډه نه کوي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS