د بګرامۍ ولسوالۍ له مقاماتو سره د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست د همغږۍ او کاري ناستې جوړیدل

hayat_admin
Mon, Jun 05 2023 9:10 AM
.

د عدليې وزارت د حقوقي مرستو ریاست، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۰ نېټه د سه شنبې په ورځ د کابل ولایت د بګرامۍ ولسوالۍ له مقاماتو سره کاري او د هغمږۍ ناسته جوړه کړه.

په دغې ناسته کې، د بګرامۍ د ولسوال مرستیال، د محکمې مفتي، د استخباراتو مسؤل، د دعوت او ارشاد، د حج او اوقافو، د ښوونې، اراضۍ ادارو مسؤلینو او د نورو سیمه ییزو ادارو مسؤلینو برخه اخیستې وه، او د حقوقي مرستندویانو، حقوقي عامه پوهاوي کاري برنامې، ادارو ترمنځ کاري اړیکې او د کاري بهیر پر ښه والي يې د اغیزو په اړه بحث وشو.

په دغې ناسته کې، د حقوقي مرستو رئیس مولوي حافظ عبدالصمد عمري وویل چې د اسلامي امارت په ادارو کې د کارکوونکو د ګمارنې موخه هیوادوالو او په ځانګړي توګه د ټولنې ضعیفو، بې وسو او بې وزلو وګړو ته خدمت وړاندې کول دي. نوموړي وویل چې د حقوقي مرستو ریاست په همدې منظور رامنځته شوی ترڅو د ټولنې ضعیفه او بې وزله وګړو څخه چې شکمن، تورن، محکوم علیه یا مجني علیه شوي دي او په مزد د آزاد مدافع وکیل د نیولو توان نه لري، دفاع وشي. دغه راز د هیواد اتباعو ته پوهاوی ورکړل شي چې د خپلو حقونو او مکلفیتونو څخه خبر شي.

د یادې ناستې په پای کې، د بګرامۍ ولسوالۍ مقاماتو د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست له کاري بهیر څخه هر کلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې د حقوقي پوهاوي ورکوونې برنامې د تطبیق په برخه کې هر راز همکاري کوي او د بګرامۍ ولسوالۍ د محکمې په قضایي غونډو کې د حقوقي مرستندویانو د ګډون زمینه به برابره کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS