د کنړ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
Sat, Jun 03 2023 1:39 PM
.

د کنړ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۰ نېټه د سه شنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او هیئت ځینې ساحې هم بررسي کړې.

په دغې ناسته کې د تخنیکي هیئت رئیس کابل ته د سفر، د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رئیس لارښوونې او د تخنیکي هیئت بودجې په اړه معلومات وړاندې کړل.

په همدې توګه د کاري ساحو اړوند یو شمېر وړاندیزونه غونډې ته وړاندې او د تایید وړ وګرځیدل.

له غونډې څخه وروسته د تخنیکی هیئت ټیمونه د دغه ولایت د مرکز اړوند د لچګلي او ډنډو ساحو ته ولاړ او د ۸۶۴ کادسترې ټوټې سر نښتي شخصي ملکیتونه یې جلا کړل او د ۳۰۰ مترو په  اوږدوالي سره يې حد فاصل نښاني کړ.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS