کندهار ولایت کې ۱۵۰۰ جریبه ځمکه له غصب څخه آزاده شوه
د کندهار ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د یاد ولایت دامان ولسوالۍ ته ولاړ او ۱۵۰۰ جریبه ځمکه یې له غصب څخه آزاده کړه.
یاد شوي هیئت دغه اندازه ځمکه د دامان ولسوالۍ د شکور کاریز په ساحه کې تصفیه کړه او په دغې ساحه کې جوړ شوي کورونه او برمې ویجاړې کړې.
د کندهار د تخنیکي هیئت رئیس په وینا چې د تېرو ۴ میاشتو په ترڅ کې ۹۰ زره جریبه ځمکه په دغه ولایت کې له غصب څخه آزاده شوې ده.