د سرپل ولایت د تخنیکي هیئت عملي اجراآت او د ناستې جوړیدل

hayat_admin
Sat, May 20 2023 1:18 PM

د سرپل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت خپل ناستې د دوو تېرو کاري ورځو په ترڅ کې جوړې کړې او د ځینو موضوعاتو د بحث او بررسۍ سربېره، د سوزمه کلا ولسوالۍ له ځینو ساحو څخه هم لیدنه وکړه.

یاد هیئت د شوال میاشتې په ۲۶ نېټه د سه شنبې په ورځ خپله ناسته کې، په سوزمه قلعه ولسوالۍ کې پر امارتي ځمکه چهاریک په بازار (جمعه بازار) کې د جوړو شویو دوکانونو د موضوع په اړه بحث وکړ.

دغه هيئت دوه یمه ورځ یادې ولسوالۍ ته ولاړ او له سیمه ییزو او امنیتي مسوولینو سره یې وکتل. ورپسې یاد هیئت ساحې ته ولاړ او د سیمې له دوکاندارانو، سپین ږیرو او اوسیدونکو سره یې وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.

تخنیکي هیئت له دوکاندارانو څخه اړین معلومات واخیستل، هغوی او د ښاروالۍ او ولسوالۍ مسوولینو ته یې استعلامونه وویشل.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS