په عدلیې وزارت کې، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د تشکیل د بررسۍ په منظور د ناستې جوړیدل

hayat_admin
Tue, May 16 2023 2:59 PM
.

د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د تشکیل د بررسۍ په منظور د عدلیې وزارت د سرپرست شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په عدليې وزارت کې ناسته جوړه شوه.

په دغې ناسته کې چې د شوال میاشت په ۲۶ نېټه د سه شنبې په ورځ د عدلیې وزارت په مقر کې جوړه شوې وه، د ریاست الوزرا د ریاست د دفتر رئیس ډاکټر عبدالواسع خادم، د چارو د ادارې د لوی ریاست د دفتر رئیس مولوي عبدالولي صدیقي، د سترې محکمې استازي مفتي حزب الله ابراهیمي، د عدليې وزارت د تقنین لوی رئیس مفتي فضل هادي صاحب زاده، د عدلیې وزارت د بشري سرچینو رئیس مفتي رحمت الله حلیم او د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست استازو هر یو مفتي اظهارالحق حقاني، استاد عبدالبصیر خالد، سید علم اسحق زي او عبدالوهاب صافي ګډون کړی وو.

په دغې ناسته کې، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست تشکیل د دغه ریاست له نوي قانون سره سم و ارزول شو او د تعیین شوي هیئت د یاد ریاست د استازو اړتیاوې واوریدلې او دغې برخه کې یې لازم تصمیمونه ونیول.

د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د حکم پر اساس، د عدليې وزیر په مشرۍ او د چارو د ادارې، سترې محکمې او د اداري چارو د کمېسیون د استازو په غړیتوب یو هیئت رامنځته شو ترڅو د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست په تشکیل کار وکړي او د دغه ریاست د نوي قانون په پام کې نیولو سره د هغه تشکیل بررسي کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS