پروان ولایت کې څه باندې ۱۲۰ جریبه ځمکه تثبیت او تشخیص شوه

hayat_admin
Wed, May 10 2023 3:25 PM
.

د پروان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د شوال میاشت په ۱۹ نېټه د سه شنبې په ورځ د بګرام ولسوالۍ د خم کلان دویمې برخې اړوند قورخچي او خانقا سیمو ته ولاړ او عملي اقدامات یې ترسره کړل.

دغه هیئت د ۱۸۲۵ کادستري قطعې اړوند د ۳۵ غاصبینو کورونه او کرنیزې ځمکې بررسي کړې، د دغې قطعې پولې یې مشخصې کړې. د دغې بررسۍ په پایله کې ۱۲۰.۷۸ جریبه ځکمه تثبیت او تشخیص شوه.

یاد شوي هیئت، د یادو غاصبینو جدول هم د دغې ساحې د تصفيې په منظور جوړ او بشپړ کړ. دغه راز هيئت یو اندازه کرنیزه ځمکه چې باریکاب سیمې د کوه صافي سړک په اوږدو کې د غاصبینو لخوا غنم پرې کرل شوې ول، د اجارې ورکولو له پاره چمتو کړه او د کوه صافي او بګرام ولسوالۍ پوله کې یې د تاسیساتو له جوړولو څخه مخنیوی وکړ.

دغه راز تخنیکي هیئت د یو بل شخص تاسیسات د باریکاب په خوړ کې ویجاړ کړل او دغې سیمه کې د ۱۰۰ جریبو ځمکو غاصبین چې په غیر قانوني توګه یې تاسیسات جوړ کړي جلب کړل.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS