د هرات ولایت د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
Tue, May 09 2023 1:41 PM
.

د هرات ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شوال میاشت په ۱۶ نېټه د شنبې په ورځ د هرات ولایت د والي، د استیناف محکمې رئیس او د تخنیکي هیئت د رئیس او غړو په حضور سره د دغه ولایت په مقر کې جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، د تخنیکي هیئت رئیس په میرمنه دښته کې رامنځ ته شوې ستونزې او ننګونۍ د یاد ولایت له والي او د استیناف محکمې له رئیس سره شریکې کړې چې د هغوی له لورې دغې برخه د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وشوه.

په یادې ناسته کې، په لرې پرتو دښتي ساحو کې او د ولسوالیو شاوخوا د افرادو او اشخاصو لخوا د غصب د مخنیوي په اړه بحث وشو او دغې برخه کې لازم تصمیم ونیول شو. دغه راز په یاده ناسته کې، د کوه زور ولسوالۍ اړوند د شوظ کمپنۍ د دښتې ساحې په اړه هم بحث وشو او پریکړه وشوه چې دغې ساحه کې د تصرفاتو د مخنیوي په موخه د تخنیکي هیئت یو ټیم یادې ساحې ته ولاړ شي او تصرف شوې ساحې او جوړ شوي تاسیسات سروي کړي او متصرفین يې په ګوته او تثبت کړي.

د پورته تصمیم په اساس، د شوال میاشت په ۱۸ نېټه د دوشنبې په ورځ یاد هیئت ساحې ته ولاړ او د کوه زور ولسوالۍ د کرنې مدیر په حضور کې دغه ساحه بررسي شوه او تصرف شوې ساحې کروکي او ثبت شوې او له متصرفینو څخه یې قانوني او شرعي سندونه وغوښتل شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS