د دایکندي ولایت د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
Mon, May 08 2023 2:36 PM
.

د دایکندي ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شوال میاشت په ۱۷ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او لومړی د تېرې ناستې له پریکړو څخه بیاکتنه وشوه.

په دغې ناسته کې یو هیئت تعیین شو چې د اوسیدونکو لخوا د معرفي شوي وکیل په مرسته، د ماسټر پلان په داخل کې قطعې بررسي او جریب بندي کړي. دغه راز، په زنبور خان کې د معلمینو ښارګوټي د دوسیې په تړاو پریکړه وشوه چې مدعی شخص ته خبر ورکړل شي چې د دوو ورځو په اوږدو کې حاضر شي او خپل سندونه وړاندې کړي.

د ښاروالۍ د ریاست د استوګنې او سوداګرۍ ځمکو په تړاو چې د اسلامي امارت د بریالیتوب په پیل کې ویشل شوي، پریکړه وشوه چې له هغو افرادو او اشخاصو څخه چې ځمکې ورته ویشل شوي، د بانکي آویز د څرنګوالي او د ویشل شویو نمرو د بيې د پیسو ورکولو په اړه، معلومات وغوښتل شي.

 دغه راز پریکړه وشوه چې د مرکزي کمېسیون له لارښوونې سره سم د دغه هیئت ربعوار او کلنی پلان هم ترتیب شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS