بادغیس ولایت کې ۹۵۶ جریبه امارتي ځمکه تثبیت او تشخیص شوه

hayat_admin
Sun, May 07 2023 11:59 AM
.

د بادغیس ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د شوال میاشت له ۱۲ نېټې څخه تر ۱۵ نېټې پورې د دغه ولایت د آبکمري ولسوالۍ  د شرم بند ساحې ته ولاړ او دغه ساحه یې چې د افرادو او اشخاصو لخوا غصب شوې وه، بررسي کړه.

هیئت د برات، فرستان او باغبان قومونو له مشرانو او د یادې ساحې له مالدارانو سره وکتل او د هغوی ترمنځ رامنځ ته شوې شخړې یې حل کړې. دغه راز یاد شوي هیئت د سیني، دایزنګي، مشکواڼې او د تایمي قومونو له مشرانو سره په جلا توګه وکتل او له هغوی څخه یې ژمنه واخیستله چې له دغې ساحې څخه به شخصي استفاه نه کوي.

دغه راز تخنیکي هیئت په رباط دهستان کې یوه قطعه امارتي ځمکه چې مساحت یې ۹۵۶ جریبه ده، تثبیت او تشخیص کړه او د عیدګاه له ساحې څخه چې د شرم بند د عامه څړځای برخه ده لیدنه وکړه.

هیئت له یو بل شخص څخه هم چې د تګاب رباط سیمې د مالکیت ادعایې درلودله شرعي او رسمي سندونه وغوښتل.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS