د جوزجان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
Mon, May 01 2023 3:26 PM
.

د جوزجان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شوال میاشت په ۱۰ نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او ځیني موضوعات په کې بررسي شول.

په دغې ناسته کې، دغه هیئت ته د مرکزي کمېسیون لیکوونه او لارښوونې مطالعه او بررسي شول او د هغوی پر عملي کیدلو ټینګار وشو.

دغه راز په یاده ناسته کې، د شام اشرف په پروژه کې د ښاروالۍ د غصب شویو ځمکو په اړه له محکمې څخه استول شوې دوسیه مطالعه او بررسي شوه او پریکړه وشوه چې راتلونکې ورځ یاده ساحه له نږدې څخه بررسي شي او د دغه ولایت ښاروال موظف شو چې د ساحې سندونه او معلومات بشپړ او هیئت ته یې وړاندې کړي.

په یاده ناسته کې موظف شویو ټیمونو پر ۸ کلیو او بېلابېلو ساحو د خپل د اجراآتو راپور وړاندې کړ او مشخصه شوه چې د ترکستان پر ښارګوټي څېړنې او بررسۍ بشپړې شوي او راپور یې تایید شو او ټاکل شوې ده چې ډیر ژر به کمېسیون ته واستول شي. دغه راز د پمپ خانې کلي او د افغانګاز پر تصدۍ ۹۵ سلنه څېړنې بشپړې شوي او راپور به يې ډیر ژر کمېسیون ته واستول شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS