د سرپل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
Sat, Apr 29 2023 8:52 AM

د سرپل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شوال د میاشت په ۶ نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه  هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، لومړی د تېرې ناستې پریکړو څخه بیا کتنه وشوه او په ۱۴۰۲ مالي کال کې د یاد هیئت د کاري بهیر د پيل د څرنګوالي په اړه بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه.

دغه راز په یاده ناسته کې د ناقلینو د ځمکو، ګوسفندي ولسوالۍ کې د ۵۲۲۸۷ جریبه ځمکې د غصب او د یاد هیئت د کاري پلان د ترتیب په تړاو د مرکزې کمېسیون څخه د استول شوي لیکوونو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه او دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

په دغې ناسته کې، د راتلونکې اوونۍ د فعالیتونو له پاره هم مهال ویش جوړ شو.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS