د میدان وردک ولایت تخنیکي هیئت، په یاد ولایت کې د ۲۲۰ کادستري قطعې ۶۰۵ جریبه ځمکه تثبیت کړه

hayat_admin
Mon, Apr 10 2023 10:40 AM

د میدان وردک ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د روژې میاشت په ۱۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت سید آباد ولسوالۍ ته ولاړ او په دغې ولسوالۍ کې یې د معلمینو ښارګوټی بررسي کړ.

د یادې ساحې متصرفینو ادعا درلودله چې د معلمینو ښارګوټی د سید آباد په سي سي دښته کې منظور شوی، نه د ډاګبغرۍ دښته کې چې اوس په کې موقعیت لري.

تخنیکي هیئت ۲۲۰ کادستري قطعه چې ۶۰۵ جریبه ځمکه په کې شامله ده، په یاده ساحه کې تثبیت کړه. دغه قطعه په ۱۳۴۷ کال کې د دولت د املاکو په نوم ثبت شوې ده.

یاد شوي هیئت مشخصه کړه چې یاد ښارګوټی په همدغې کادستري قطعه کې منظور شوی چې د سي سي او ډاګبغرۍ دښتو سربېره، ځینې نور کلي هم په کې شامل دي او د ښارجوړلو لخوا ترتیب شوی پلان هم په همدې کادستري قطعه کې منظور شوی دی.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS