د دایکندي ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
Mon, Apr 03 2023 11:52 AM
.

د دایکندي ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځینو مهمو موضوعاتو په اړه په کې بحث وشو.

په دغې ناسته کې تخنیکي هیئت د بند بورلان بازار د صنعتي ښارګوټي د دوه قطعو ځمکو په اړه بحث وکړ او پریکړه یې وکړه چې هیئت ساحه کې پر حضور سره هغه له نږدې څخه بررسي کړي.

یاده ناسته کې هیئت د بغده مرده کلي او دلدول کلي دوسیې بررسي کړې او پریکړه وشوه چې یادې دوسيې د نیمګړتیاو د حل له پاره ځمکو تخنیکي آمریت واستول شي.

د سل بستریز روغتون او د چو ښوونځي ترشا د اشخاصو په تصرف کې د ساحاتو موضوع هم بحث لاندې ونیول شوه او پریکړه وشوه چې ملي راډیو او نسیم راډیو ته لیک واستول شي او په هغه صورت کې چې د یوې اوونې په اوږدو کې اشخاص خپل دوسیه تعقیب نه کړي، د هغوی د کورونو د ویجاړولو په برخه کې به له ځانګړې محکمې څخه لارښوونه وغوښتل شي.

تخنکیي هیئت په یاده ناسته کې یو ټیم موظف کړ ترڅو د کمېسیون لخوا د رمکک کلي د مسترد شوې دوسیې نیمګړتیاوې د ۸ ورځو په ترڅ کې بشپړې کړي او راپور یې وړاندې کړي.

یو شمیر نور موضوعات هم چې نیمګړیتاوې یې درلودلې بررسي شوې او د هغو د نیمګړتیاو د حل په برخه کې لازمې لارشوونې وشوې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS