پروان ولایت کې د ۶۳ جریبه ځمکې تثبیت او له غاصبینو څخه ۱۶ جریبه د امارتي ځمکې استرداد

hakeem_admin
Sat, Mar 25 2023 9:42 AM
.

د پروان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ددغه ولایت د بګرام ولسوالۍ د خم کلان ساحې نکاح خیل او دوغ آباد ولسوالیو ته ولاړ او ۶۳.۴۲۶ جریبه ځمکه چې ۱۶ تنو غاصبینو پرې کورونه او کروندې جوړې کړي تشخیص او تثبیت کړې.

غاصبینو د یادو شویو ځمکو د ځمکې لاندې اوبو څخه ګټه پورته کړې او هم یې ځینې برخې په خلکو پلورلي دي. تخنیکي هیئت ۱۶.۷۰۶ جریبه ځمکه له ۴ تنو غاصبینو څخه استرداد کړه.

.

دغه راز هیئت د تصفیې جدول بشپړ کړ او د ۱۸۲۷ کادستري قطعې ختیځ سرحدات یې مشخص کړل. هیئت د کادستر ۸۶۷، ۶۲۹، ۸۶۸ او ۶۲۵ قطعې هم سروې کړې. د ٦٦٨،٦٦٩،٦٧٠،٦٧١ کادستري قطعو معلومات هم چې د سالنګ او پنجشیر سیندونو وړي او غصب شوي راټول کړل شول.

تخنیکي هیئت له مسعود ښارګوټي څخه چې زیاتې نمرې په کې غصب شوي دي، لیدنه وکړه او د ښارګوټي له استازي سره یې خبرې وکړې او له نوموړي څخه يې وغوښتل چې د غاصبینو بشپړ شهرت هیئت ته وسپاري. دغه راز هیئت دغه ښارګوټي کې د ځمکو پیرودل او پلورل بند کړل.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS