د هرات ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hakeem_admin
Sat, Mar 25 2023 9:35 AM
.

د هرات ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د هیئت تر کار لاندې بېلابېل موضوعات بررسي شول.

په دغې ناسته کې د تخنیکي هیئت رئیس د هیئت د کاري بهیر پر چټکتیا او د موجودو ننګونو له پاره د حل لار پر موندلو ټینګار وکړ.

په یاده ناسته کې د کادستر مسکلي ټیمونو د مسلخ د ملکیتونو او د میرمنه کاریز دښتې په اړه خپل راپور وړاندې کړ.

توظیف شوي هیئت د ابوالولید سیمې د ۵۰۵ جریبه ځمکې د اضافه جریبي ملک بررسۍ په اړه هم خپل راپور وړاندې کړ او پریکړه وشوه چې سپینې ساحې له یاد ملک څخه تصرف کړل شي او په اجاره ورکړل شي.

.

دغه راز هیئت پل رنګینه کې د ښاروالۍ اړوند دوکانونو په اړه بحث وکړ او پریکړه یې وکړه چې د ښاروالۍ ملکیت د سندونو له بررسۍ او تثبیت څخه وروسته، یاد شوی ملکیت په اجاره ورکړل شي.

تخنیکي هیئت لرې پرتو ولسوالیو ته د سفر او له ولسوالانو سره یې د کتنې په اړه هم بحث وکړ او پریکړه یې وکړه چې د ولایت د مقام په همغږۍ اقدام وشي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS