د لغمان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
Tue, Mar 21 2023 1:42 PM

د لغمان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد په برخه کې یو لړ تصمیمونه ونیول شول.

تخنیکي هیئت د قرغه يې ولسوالۍ اړوند د درونټې ډنډ د کاسې د ځمکې له یو اجاره دار سره وکتل او د نوموړي ستونزې یې واوریدلې. د یادې ځمکې د اجاره دار په وینا، نوموړي په دغې ساحه کې ۱۰۰ جریبه ځمکه د کرنې ریاست لخوا په اجاره اخیستلې او له مرکز څخه یې قرار داد منظور شوی خو دغه ځمکه تر دې دمه نوموړي ته سپارل شوې نه ده او دننګرهار د برېښنا ریاست تر دعوا لاندې ده او یاد شوي ریاست دغه ځمکه بل شخص ته په اجاره ورکړې.

نوموړي د ځمکې د تسلیمې او یا هم د قرار داد د فسخ کیدلو غوښتونکی شو. تخنیکي هیئت پریکړه وکړه چې موضوع د لغمان د کرنې ریاست او د کرنې وزارت له لارې حل او فصل شي.

تخنیکي هیئت کرنج ساحه کې د اوبو پر سر د دعوا له دواړو لورو سره هم وکتل او د هغوی موضوع یې بررسي کړه.

د علینګار ولسوالۍ پړوايي ساحه کې د ۱۱۲ جریبه امارتي ځمکې د تثبیت په اړه هم پریکړه وشوه چې هیئت په راتلونکو ورځو کې ساحې ته ولاړ شي او له نږدې څخه یې بررسي کړي. دغه راز هیئت د احصايې ریاست، ښاروالي او د احصايې ریاست د ودانۍ پر ځمکه ادعا کوونکي شخص ته استعلام ورکړ.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS