د ننګرهار ولایت د اچین او سپین غر ولسوالیو ته د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د مشرتابه پلاوي سفر

د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد د کمېسیون مشرتابه پلاوي، د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شعبان میاشت په ۲۴ نېټه د پنجشنبې په ورځ د عدليې وزارت د سرپرست او د یاد کمېسیون د رئیس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د سه پای او علیشیرخیل قومونو ترمنځ د شخړې د حل په منظور د ننګرهار ولایت اچین او سپین غر ولسوالیو ته سفر وکړ.
په یاد سفر کې د عدليې وزیر سربېره د ننګرهار ولایت والي الحاج ملا محمد نعیم آخوند، د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون غړي او د ځانګړې محکمې رئیس او غړي او نور مقامات دغو ولسوالیو ته ولاړل.
د ننګرهار ولایت په اچین او سپین غر ولسوالیو کې سه پای او علیشیرخیل قومونه له کلنو راهیسې په خپلو کې دعوا او جنجال درلود. یاد هیئت ددغو ولسوالیو د ولسوالانو او امنیه قوماندانانو په حضور کې له یادو شویو قومونو سره وکتل او د یادو قومونو ترمنځ یې د یووالي، اتفاق، مینې او خواخوږۍ په اړه خبرې وکړې.
په دغې ناسته کې، د کمېسیون رئیس وویل چې له عمومي بښنې څخه موخه دا وه چې د فتنې ور وتړل شي او خلک په آرامه فضا کې ژوند وکړي. نوموړي له هغوی څخه وغوښتل چې د جګړي او اختلافاتو دروازې وتړي او یو بل ته بښنه وکړي.
د سه پای او علیشیر خیل قومونو مشرانو دغو ولسوالیو ته د یاد کمېسیون او ددغه ولایت د والي له سفر څخه خوښي څرګنده کړه او هغوی ته یې ښه راغلاست وویل. هغوی له اسلامي امارت سره د خپل بشپړې همکارۍ اعلام وکړ او ددغه کمېسیون له پریکړو څخه یې ملاتړ وکړ.