د جلال آباد ښار د بېلابېلو ناحیو له اوسیدونکو سره د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د مشرتابه پلاوي کتنه

hayat_admin
Sat, Mar 18 2023 3:02 PM
.

د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون مشرتابه پلاوي د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شعبان میاشت په ۲۳ نېټه د چهارشنبې په ورځ د عدلیې وزارت د سرپرست شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د کور او ښار جوړولو، لوی څارنوالۍ او د چارو د ادارې د سرپرستانو، د کرنې او اوبو لګولو وزارت د معین، د ځانګړې محکمې د رئیس او اړوند غړو په ګډون د جلال آباد ښار د بېلابېلو ناحیو له اوسیدونکو او مشرانو سره د جلا ناستو په ترڅ کې وکتل او خبرې ورسره وکړې.

.

دغې ناسته کې، د یاد کمېسیون مشرتابه پلاوي د جلال آباد ښار د لومړۍ، پنځمې، شپږمې، اوومې، اتمې او نهمې ناحیو له اوسیدونکو او مشرانو سره ددغه ولایت د ښاروالۍ په مېلمستون کې د جلا کتنو په ترڅ کې  وکتل او په دغو ناحیو کې د غصب شویو امارتي ځمکو او ځینو ښارګوټو او مارکیټونو په اړه یې له هغوی سره بحث او خبرې وکړې.

د یاد کمېسیون مشرتابه پلاوي ددغو ناحیو د اوسیدونکو ستونزې او غوښتنې واوریدلې او له هغوی څخه یې د هغوی په تصرف کې د ځمکو قانوني سندونه وغوښتل او د قانون او شریعت په چوکاټ کې یې د ترحم او شفقت په اړه هغوی ته ډاډ ورکړ.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS