بادغیس ولایت کې ۵۰۰۰ جریبه ځمکه عامه مرعی تشخیص او تثبیت شوه

hayat_admin
Thu, Mar 16 2023 12:40 PM
.

د بادغیس ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او پکې د دره بوم ولسوالۍ له یو شمېر اوسیدونکو سره چې پر یو اندازه للمي ځمکه یې په خپلو کې دعوا درلودله، بررسي شوه او د دعوا له دواړو لورو څخه قانوني سندونه وغوښتل شول.

دغه راز یاده ناسته کې، د بالامرغاب ولسوالۍ د چپچل د دوو تنو اوسیدونکو قضیه چې پر یو اندازه للمي ځمکه یې خپلو کې دعوا درلودله، بررسي شوه او له هغوی څخه د مالکیت قانوني سندونه وغوښتل شول. هغوی هیڅ ډول سند نه درلود او ویې منله چې د جرببر شورآبي سیمه چې کابو ۵۰۰۰ جریبه للمي ځمکې رانغاړي، د عامه مرعی ځمکو له جملې څخه دي.

هغوی ژمنه وکړه چې وروسته له دې به پر یاده شوې محدوده خپل شخصي او مالکانه تصرف و نه کړي او هم به د څارویو له پاره د واښو له استفادې څخه د نورو مخنیوی نه کوي. ددغې بررسۍ په پایله کې، یاده شوې ۵۰۰۰ جریبه ځمکه د عامه مرعی په عنوان، تشخیص او تثبیت شو.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS