د نورستان ولایت تخنیکي هیئت ددغه ولایت برګمتال او کامدیش ولسوالیو ته سفر وکړ

hayat_admin
Mon, Mar 13 2023 9:42 AM
.

د نورستان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د تېرو دریو ورځو په لړ کې ددغه ولایت برګمتال او کامدیش ولسوالیو ته سفر وکړ او ددغې ولسوالۍ له سیمه ییزو مسوولینو، قومي مشرانو او مخورو سره یې وکتل.

یاد هیئت دغو ولسوالیو ته د سفر د موخې په اړه، د یادو ولسوالیو سیمه ییزو مقاماتو او ځايي مسوولینو، قومي مشرانو او مخورو ته د ځمکو د غصب د مخنیوي د مقررې او ددغه هیئت د صلاحیتونو په اړه معلومات ورکړل او له هغوی څخه یې وغوښتل چې دغو ولسوالیو کې د امارتي غصب شویو ځمکو د تثبیت او تشخیص برخه کې له یاد شوي هیئت سره همکاري وکړي.

سیمه ییزو مقاماتو او مسوولینو، قومي مشرانو او د یادو ولسوالي مخورو له دغه هیئت سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS