د بدخشان تګاب ولسوالۍ ته ددغه ولایت د تخنیکي هیئت سفر

hayat_admin
Sun, Mar 12 2023 1:18 PM
.

د بدخشان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د شعبان میاشت په ۱۹ نېټه د شنبې په ورځ د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د تثبیت او استرداد له پاره، ددغه ولایت تګاب ولسوالۍ ته سفر وکړ او ددغې ولسوالۍ له ولسوال او نورو مقاماتو سره یې د همغږۍ ناسته جوړه کړه.

دغه ناسته د کلام الله مجید د آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه او ورپسې ددغه ولایت د حج او اوقافو رئیس له شرعي او اسلامي اړخ څخه د ځمکو د غصب د مخنیوي د ممنوعیت په اړه خبرې وکړې او اړونده مسوولین یې له دغه هیئت سره د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې همکارۍ ته وبلل.

د تخنیکي هیئت رئیس هم ددغې ولسوالۍ مسوولینو ته د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د جوړیدلو او د غصب شویو ځمکو د تثبیت او استرداد په برخه کې د تخنیکي هیئت د صلاحیتونو په اړه معلومات ورکړل او هغوی ته یې لارښوونه وکړه چې له تخنیکي هیئت سره همکاري وکړي.

دغه راز د تخنیکي هیئت رئیس د کرنې، ځمکو، عوایدو، حج او اوقاف مدیرانو، ښاروال او ددغې ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ ته دنده وسپارله چې ټولې امارتي، وقفي او عامه مرعی ځمکې بررسي او سروې کړي ترڅو مشخص شي چې ددغې ولسوالۍ په کچه څومره اندازه امارتي، وقفي او عامه مرعی ځمکې شتون لري او څومره یې د افرادو او اشخاصو ترغصب لاندې نیول شوي دي.

دغه راز هغوی ته دنده وسپارل شوه چې د ځمکو د غاصبینو شهرت د ځمکو د اندازې، موقعیت او ډول جدول ترتیب کړي او له سندونو او مدارکو سره یوځای یې تخنیکي هیئت ته واستوي.

ددغې ناستې په پای کې، د یادې ولسوالۍ ولسوال د ځمکو د غصب د مخنیوي، تثبیت او استرداد په برخه کې د همکاري او آمادګي اعلام کړه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS