د غور او کندز ولایتونو د تخنیکي هیئتونو د ناستو جوړیدل

hayat_admin
Mon, Mar 06 2023 10:53 AM
.

د غور او کندوز ولایتونو د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئتونو ناستې ددغو هیئتونو د رئیسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې او د ځمکو د غصب د مخنیوي په اړه په کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

د غور ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې د آبریز کاسي په لویدیځ برخه کې شنه ساحه بررسي شوه او پریکړه وشوه چې هیئت له نږدې د ساحې څخه لیدنه وکړي او وروسته تصمیم ونیسي.

په همدې توګه د غور تخنیکي هیئت د فیروز کوه شمال په سر شیخ هاي کاسي کې د یو مخابراتي آنتن د پایې د ځمکې ساحې موضوع بررسي کړه. له دې امله چې د یادې ځمکې د ساحې موضوع وړاندې د محکمو له لارې تعقیب اوپه اړه يې پریکړه شوې وه، تخنیکي هیئت د محکمې پریکړه تائید کړه.

.

په همدې حال کې کندوز ولایت د تخنیکي هيئت په ناسته کې د ښار په داخل کې د امارتي ادارو د غصب شویو ځمکو سندونه بررسي شول.

هیئت د ادارو اړوند د امارتي ځمکو د استرداد په اړه هم بحث او خبرې وکړې او له کړنلارې سره سم یې پر اجراآتو ټینګار وکړ.

په یاده ناسته کې بېلابیل ټیمونه د سکیچ، کروکي او د تثبیت شویو ساحو د بیې ټاکلو په منظور وګمارل شول او هم له هیئت سره  د امنیتي ارګانونو پر قاطع همکارۍ ټینګار وشو.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS