ارزګان ولایت کې ۲۰۰۰ جریبه ځمکه له غصب څخه خلاصه شوه

hayat_admin
Wed, Feb 22 2023 3:22 PM

د ارزګان ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ددغه ولایت په چوره ولسوالۍ کې ۲۰۰۰ جریبه امارتي غصب شوې ځمکه د هیئت د غوښتنې او د ولایت د مقام د ځانګړې لارښوونې پر بنیاد له غاصبینو څخه آزاده او اسلامي امارت ته وسپارله.

 یاد شوي هیئت پر دغې ځمکې ټول جوړ شوي تاسیسات ویجاړ او ځمکه یې د ددغې ولسوالۍ د کرنې مدیریت ته وسپارله.

.

په همدې حال کې، د غور ولایت د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هيئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او پکې د فیروز کوه مرکز د هریرود شمال کې د یو شخص او د هغه د شریکانو ځمکې، بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې.

په دغې ناسته کې، د سرپل کاسي زړې قلعې کې د یو شخص اړوند د ځمکو سندونه او مدارک چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست تر ادعا لاندې دي، هم بررسي شوو. یاد شخص هم دغې ناستې کې احضار کړل شو او سندونه یې د بررسۍ له پاره واخیستل شوو.

دغه راز یاده ناسته کې، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو مدیریت اړوند د ۴۰۰ متر مربع ځمکې سندونه او مدارک چې د یو شخص لخوا د تصرف په خطر کې ده، بررسي شوو او پریکړه وشوه چې هیئت له نږدې څخه د ساحې لیدنه او بررسي وکړي.

د شهرک ولسوالۍ په خم سمک کې د یو شخص د زمیندارۍ په تړاو موجود سندونه او مدارک هم بررسي شوو او د ساحې دو تنه اوسیدونکي غونډې ته حاضر شوو او د یاد شخص زمینداري یې د شهادت په وروکولو سره تایید کړه.

په یاده ناسته کې، د هغه شخص په اړه چې د هوايي ډګر په ختیځ کې د سیند بستر یې غصب کړی، پریکړه وشوه چې هیئت ساحې ته ولاړ شي او سندونو ته مطابقت وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS