پروان ولایت کې څه دپاسه ۳۱۰ جریبه ځمکه تصفیه شوه

hayat_admin
Mon, Feb 20 2023 1:22 PM
.

د پروان ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ددغه ولایت د بګرام ولسوالۍ خم کلان ساحې ته ولاړ او د څینزویو قوم د ځمکو د قطعې شمېره، مساحت، موصوبه، حدود، د غاصب شهرت، د تاسیساتو ډول او اوسنۍ بیه دغې ساحه کې مشخصه کړه.

یاد هیئت ، ددغه کار په پایله کې ۳۱۰.۷۵۸ جریبه ځمکه او کورونه په دغې ساحه کې تصفیه کړل.

په همدې حال کې، د پکتیکا ولایت د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او پکې  د تخنیکي هیئت د ټولو نیمګړو کاروونو پر بشپړولو ټینګار وشو.

په دغې ناسته کې د دیلي ولسوالۍ د لورګي ساحې د ځمکې په اړه بحث وشو او د مسلکي ټیم لخوا د ساحې د لیدلو او د هغې پر بررسۍ پریکړه وشوه.

دغه راز یاد شوي هیئت، د یحيا خیل ولسوالۍ د زانګو قوم له مشرانو سره وکتل او له هغوی څخه یې د الله اکبر دښتې په اړه معلومات وغوښتل.  هغوی وویل چې یادې شوې ځمکې د هغوی له نیکونو څخه پاتي دي او ژمنه یې وکړه چې د اسلامي امارت اصولو ته ژمن دي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS