پروان ولایت کې څه دپاسه ۱۳۴ جریبه ځمکه تصفیه شوه

hayat_admin
Thu, Feb 16 2023 12:49 PM
.

د پروان او بامیان ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئتونو ناستې ددغو هیئتونو د رییسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې او د پروان ولایت ځینې سیمې تصفیه او تثبیت شوې.

د پروان ولایت تخنیکي هیئت خپل د ناستې له جوړولو څخه وروسته د بګرام ولسوالۍ خم کلان ساحې ته ولاړ او د څینزي قوم د ځمکو د ساحو حدود او مساحت، د قطعې ګڼه، د غاصب شهرت، د ودانیو ډول او اوسنۍ بیه مشخصه کړه.
یاد هیئت ددغې لیدنې په لړ کې کرنیزې ځمکې او کورونه جریب کړل او
۱۳۴.۳۴۷ جریبه ځمکه او ۱۰۰ کورونه یې تصفیه کړل.

دغه راز یاد هیئت څینزیو قوم ته دوه ډوله استعلامونه وویشل ترڅو د یادې ځمکې سندونه حاضر کړي او هم د ځمکې بیه مشخصه کړي.

په همدې حال کې، د بامیان ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې د ملا غلام ښارګوټي د مالک د غوښتلو او ددغه ښارګوټي د سندونو په اړه له نوموړي او اړوندو ادارو څخه څېړنې او دغه راز د یاد ښارګوټي څخه د لیدنې پریکړه وشوه.

یاد شوي هیئت ټولګټو ریاست ته د یو شخص عریضه واستوله او ځینو صعب العبورو ولسوالیو ته د نامساعدې هوا له کبله سفر ځنډولی.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS