د بادغیس ولایت د تخنیکی هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
Sat, Feb 11 2023 3:03 PM
.

د بادغیس ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د پکې د ځمکې د غصب د مخنیوي برخه کې یو لړ اقدامات ترسره شوو.

یاد هیئت په دغې ناسته کې د مقر ولسوالۍ اړوند د یو شخص مثنی سندونه بررسي شوو چې یاد شوي سندونو تناقضات درلودل؛ لکه د ځمکې مساحت چې ۵۰۰ جریبه ویل شوی خو حدود يې زرګونه جریبه کیږي. له یاد شخص څخه شرعي او قانوني سندونه وغوښتل شوو.

دغه راز  سنګ آتش ولسوالۍ کې له یو بل شخص څخه د هغه په تصرف کې د ۶۰ جریبه ځمکې سندونه وغوښتل شوو. یاد شخص وویل چې هیڅ ډول سند نه لري او اعتراف یې وکړ چې عامه مرعی ځمکه یې په مزروع ځمکه تبدیله کړې او د کمېسیون هر ډول پریکړه به ومني.

د دوو نورو اشخاصو موضوع هم بررسي شوه او پریکړه وشوه چې دره بوم ولسوالۍ ته د عامه ځمکو د پلورلو او پېرودلو د مخنیوي په غرض لیک واستول شي او ورپسې هیئت ساحې ته ولاړ شي او ساحه بررسي کړي. یو شمېر اشخاص هم د هیئت راتلونکې غونډې ته جلب شوو.

دغه راز  هیئت د ولایت مقام ته وړاندیز وکړ چې ترڅو د ښاروالۍ، ښارجوړولو، ټولګټو او د ځمکو له ادارو څخه یو ګډ مسلکي هیئت توظیف کړي ترڅو له هیئت سره د حدود، کروکي، متراژ په تعیین او نورو فني چارو کې، له هیئت سره همکاري وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS