د بامیان او بدخشان ولایتونو د تخنیکي هیئتونو د ناستو او عملي اقداماتو ترسره کیدل

hayat_admin
Sun, Feb 05 2023 3:19 PM
.

د بامیان او بدخشان ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونو د خپل ناستو جوړلو ترڅنګ، د ځمکو د غصب د مخنیوي برخه کې عملي اقدامات هم ترسره کړل.

د بامیان ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې د ښارګوټو د لست جوړولو په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه او د ښاروالۍ او ښار جوړولو ریاستونه توظیف شوو ترڅو دغه لست جوړ او تخنیکي هیئت ته وړاندې کړي.

په دغې  ناسته کې پریکړه وشوه چې د نوین بامیان ښارګوټي مالکانو ته تعقیبي استعلام واستول شي او د هغوی سندونه له  مرافعې محکمې څخه د هغو د ثبت محفوظ غوښتلو په منظور، وغوښتل شي.

دغه راز په دغې ناسته کې پریکړه وشوه چې د خشکک کلي د ۱۸۰۲ جریبه ځمکې راپور چې استردادي قرار يې مخکې صادر شوی او تطبیق شوی، د څېړنو له بشپړېدو څخه وروسته مرکزي کمېسیون ته واستول شي. د بامیان ورزشي آمریت د غصب شوو ملکیتونو په اړه هم بحث وشو او پریکړه وشوه چې دغه اداره د غاصبینو لست هیئت ته وړاندې کړي.

په دغې ناسته کې، د بامیان د نیک آژدر ښارګوټي په اړه هم بحث وشو او پریکړه وشوه چې له اړوندو ادارو څخه معلومات وغوښتل شي او د څیړنو له بشپړېدو څخه وروسته راپور یې مرکزي کمېسیون ته واستول شي. د یو لړ نورو مهمو موضوعاتو په اړه هم بحث وشو او لازم تصمیمونه ونیول شوو.

.

په همدې حال کې، د بدخشان ولایت د تخنیکي هیئت کادستر ټیم د سپین زر شرکت د ۱۶۴۴ جریبه ځمکې د تثبیت په منظور د بهارک ولسوالۍ کوکچه حصار دښتې ته ولاړ. هیئت له یو شمېر اوسیدونکو سره د ځايي شورا د رییس په شمول خبرې وکړې.

یاد شوی هیئت ددغې ساحې اوسیدونکو له پاره دوه ورځې وخت ورکړ ترڅو خپل استازي له سندونو سره تخنیکي هیئت ته معرفي کړي ترڅو له هغې څخه وروسته عملي کار پیل شي.

یادو اوسیدونکو ژمنه وکړه چې له هیئت سره به همکاري وکړي ترڅو دغه جنجال د شریعت په رڼا کې حل شي. د تخنیکي هیئت رییس ددغې ساحې اوسیدونکو سره ژمنه وکړه چې عدالت به تطبیق کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS