د دایکندي او ننګرهار ولایتونو د تخنیکي هیئتونو ناستو جوړیدل

hakeem_admin
Sat, Feb 04 2023 3:13 PM
.

د دایکندي او ننګرهار ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئتونو ناستې ددغو هیئتونو د رییسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې او دغو ولایتونو کې د امارتي ځمکو د غصب د مخنیوي په اړه، لازم اقدامات هم ترسره شول.

د دایکندي ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې په سرنیلي کلي کې د دریو قطعو ځمکو په اړه چې مخکې امارتي تثبیت شوې وې، بحث وشو او د هغې د یوې قطعې په اړه چې د یو شخص د مالکیت تر ادعا لاندې ده پر لا زیاتې څېړنې ټینګار وشو.

دغې ناسته کې، په غونډو کې د غړو ادارو د رییسانو پر حضور او د هغو استازو له معرفي څخه ډډه کول چې له قضیو څخه خبر نه دي، ټینګار وشو.

.

په همدې توګه یاده ناسته کې د مهاجرینو د آمریت د غصبي املاکو په اړه بحث وشو او ددغه آمریت څخه د با صلاحیته استازي او دوسیې د غوښتلو پریکړه وشوه. هیئت یادې شوې ساحې ته ولاړ او د مهاجرینو د ښارګوټي غصب شوې ساحې یې بررسي کړې او د سروې او بررسۍ ټیمونو ته دغو برخو کې لازمې لارښوونې وشوې.

په همدې حال کې د ننګرهار ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د سیاف فامیلیو ساحه کې د زورواکو لخوا یو شمېر جوړ شوي کورونه ویجاړ کړل.

ددغې ځمکې ساحه چې ۲۸۶۱ جریبه ده، مخکې امارتي تثبیت شوې وه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS