بادغیس او بغلان ولایتونو کې څه دپاسه ۱۰۰۰۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
Tue, Jan 31 2023 3:35 PM
.

د بادغیس او بغلان ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونو دغو ولایتونو کې د ځینو ساحو د سندونو په بررسۍ سره کابو ۱۰۰۰۰ جریبه غصب شوې ځمکه دغو ولایتونو کې امارتي تثبیت کړه.

د باغیس ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې چې ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه. د غزاق ها سیمې شمال دریا زیارت ترڅنګ د ځمکې له متصرف څخه چې د حج او اوقافو ریاست يې د مالکیت ادعا لري شرعي سندونه وغوښتل شول. دغه راز د یو بل شخص سندونه چې د زیارت خوا کې دوکانونه جوړ کړي، واخیستل شول.

یاده ناسته کې له دوه تنو څخه چې ۱۰۰۰۰ جریبه عامه مرعی ځمکه یې تصرف کړې، سندونه وغوښتل شول. هغوی هیڅ ډول سند نه درلود او د یادې ځمکې په عامه مرعی توب یې اعتراف وکړ. هغوی ژمنه وکړه چې له یادې ځمکې څخه شخصي استفاده نه کوي او د خلکو څخه د هغې د ګټي اخیستنې نه مانع کیږي. په پایله کې یاده شوې ۱۰۰۰۰ جریبه ځمکه عامه مرعی تثبیت شوه.

دغې ناسته کې، د لامان د خلکو استازو چې د پشته لامان د ارچې ځنګل یو برخه تصرف کړې ده، د خپل د پېرل شوو سندونو کاپې حاضر کړه. یاد شوي هیئت هغوی ته لارښوونه وکړه چې بایع د هغه له شرعي او رسمي سندونه سره حاضر کړي.

در این نشست، نمایندگان مردم لامان که قسمتی از جنگل ارچه زمین های پشته لامان را تصرف نموده اند، کاپی اسناد خریداری خود را حاضر کردند. هیأت مذکور به آنان هدایت داد که بایع را با اسناد شرعی و رسمی اش حاضر کنند.

.

په همدې حال کې د بغلان ولایت تخنیکي هیئت ددغه ولایت په دوشي ولسوالۍ کې کیلګي ساحې ته ولاړ او هغه امارتي ځمکې چې د خلکو لخوا غصب شوي وه، تثبیت کړه. ځايي خلکو له یادو ځمکو څخه هیڅ ډول قانوني سند نه درلود.

یاد شوي هیئت د سیمې خلکو ته خبردارۍ ورکړ چې ددغې ځمکه له پېرلو، پلورلو او پکښې له ودانولو څخه ډډه وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS