کابل ولایت کې د معاملو د لارښوونې ۳۲ دفترونه د غیرقانوي فعالیت په دلیل وتړل شول

hayat_admin
Sat, Jan 28 2023 3:31 PM
.

د عدلیې وزارت د معاملو د لارښوونې او د عریضې لیکوونکو د چارو ریاست د ۱۴۰۱ کال د مرغومي میاشت په ترڅ کې د معاملو د لارښوونې له ۱۹۵ دفترونو څخه په کابل ولایت کې نظارت او بررسي ترسره کړه چې له دغې جملې څخه ۳۲ دفترونو د جواز نه درلودلو، د جواز عدم تمدید او جعلي سټو کې معامله کولو پر بنسټ، مهرلاک او تړلي دي.

دغه ریاست د معاملو د لارښوونې ۳۷ دفترونه ته د بېلابېلو علتونو له امله توصیه ورکړه او د موټر سټې ۱۰۲ ورقې، ۵۷ د کرايي ورقې او د جعلې خرڅلاو ۵ ورقي ترلاسه کړي دي.

دغه راز یاد ریاست د خرڅلاو سټو ۲۱۷ ورقې، د کرايي سټو ۳۵۰ ورقې، د ګرويي سټو ۱۶۲ ورقې او د موټر خرڅلاو سټو ۶۵ ورقې له بېلانس او د معاملو د لارښوونې له راپور سره ترلاسه او بررسي کړي دي.

د معاملو د لارښوونې او د عریضې د لیکوونکو د چارو ریاست، د مراجعینو ۴ شکایتونو ته رسیدګي کړې او د معاملو د لارښوونې د ۷ دفترونو د شرعي قبالي رفع تضمین اجرا کړي دي.

یاد ریاست ددغې میاشت په ترڅ کې د جعلي سټو د مالیاتو، د معاملو د لارښوونې د جواز د حق الامتیاز، د معاملو د ثبت کتاب د حق الامتیاز او د عریضې د لیکنې د جواز د حق الامتیاز له درکه نږدې ۲ میلیونه او ۲۲۵ زره او ۶۲ افغانۍ راټولې او د اسلامې امارت خزانې ته یې تحویلې کړي دي.

.

دغه راز یاد ریاست د معاملو د لارښوونې غوښتونکو له پاره ۷۸ قطعې دوراني فورمې ویشلي او ۵۹ نوي جوازونه، ۲۹ تمدیدي جوازونه او د معاملو د لارښوونې ۱ مثنی جواز صادر کړی دی.

یاد ریاست ددغې میاشت په ترڅ کې ۲۰۰ ټوکه سټې او ۱۰۵ ټوکه مهر او نښاني شوي د معاملو د لارښوونې د ثبت کتابونه ویشلي دي او ۱۳ جواز لیکوونه د جواز درلودونکو د غوښتنې پر اساس او ۱۹ نور جوازلیکوونه د میعاد پای ته رسېدلو په دلیل لغو کړي دي.

دغه راز یاد ریاست د عریضې لیکنې د جواز غوښتونکو له پاره ۲۰ قطعې دوراني فورمې ویشلي دي، د عریضې لیکنې ۱۹ نوي جواز لیکوونه او د عریضې د لیکنې ۲۲ تمدیدي جوازلیکوونه صادر کړي دي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS