کابل ولایت کې څه دپاسه ۳۵۰۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
Thu, Jan 26 2023 12:37 PM
.

د کابل ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ددغه ولایت له ځینو ساحو څخه لیدنه وکړه او امارتي ځمکې يې بررسي او تثبیت کړې.

دغه هیئت، په بګرامۍ ولسوالۍ کې د حاجي نذیر ښارګوټی چې ۸۴۶.۵۰ جریبه ځمکه پکې شامله ده بررسي کړ او د کادستر د سندونو له مخې دولتي دي او له متصرفانو څخه یې سندونه وغوښتل شوو

دغه راز یاد هیئت ۷۵ جریبه نوره ځمکه ددغې ولسوالۍ په یعقوب کلي کې بررسي او امارتي تثبیت کړه.

پر دې سربېره، یاد هیئت د کابل په شپږمه ناحیه کې د امید سبز ښارګوټی چې په ۱۷۵۰ جریبه ځمکه جوړ شوی بررسي کړ او د کادستر د سندونو له مخې دولتي تثبیت کړ.

دغه راز یاد هیئت، ددغې ناحيې د دارالامان په شادمان سیمه کې هم ۸۹۵ جریبه ځمکه چې د کادستر ۲۹۵ و ۲۹۶ قطعو اړوند ده، امارتي تثبیت کړه.

د کابل ولایت تخنیکي هیئت د یاد شوو ټولو ځمکو سندونه وغوښتل او بررسۍ لاندې ونیول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS