پکتیکا ولایت کې څه دپاسه ۵۵۷۳ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
Wed, Jan 25 2023 2:56 PM
.

د پکتیکا ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د والي د مرستیال په ملتیا د یاد ولایت اومنه ولسوالۍ ته ولاړ او دغې ولسوالۍ کې يې ۵۵۷۳.۵ جریبه امارتي ځمکه تشخیص او تثبیت کړه.

یاد هیئت او د والي مرستیال پارک ته نږدې د دښتې له ساحې څخه چې له اومنه ولسوالۍ، یوسف خیل او د پکتیکا له مرکز سره وصل دي، لیدنه وکړه او د یادې ځمکې کروکي واخیستله. ددغې ځمکې مساحت ۵۵۷۳.۵ جریبه دی او ځینو اشخاصو پکې تصرفات پیل کړي.

هیئت له دغو افرادو څخه سندونه وغوښتل چې هیڅ یو نه درلودل. هیئت یاده ځمکه امارتي تثبیت کړه او دغې ساحه کې هر ډول تصرفات بند کړل.

.

په همدې حال کې د فراه ولایت د تخنیکي هیئت استازو ددغه ولایت د مرافعې محکمې له رییس او امنیه قوماندان سره په جلا جلا توګه وکتل.

په دغې لیدنه کې دواړو لور د ستونزو او کاري خنډونو په اړه چې د تخنیکي هیئت، محکمې او امنیه قوماندانۍ ترمنځ موجودې دي، خبرې وکړې او توافق ته ورسیدل.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS