غزني ولایت کې نږدې ۱۲۵۸۹ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

د غزني ولایت د تخنیکي هیئت ناسته د یاد شوي هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او دغه هیئت د شیخ عبدالسلام سیمې له اوسیدونکو سره وکتل او ویشل شوي استعلامونه يې له هغوی څخه راټول کړل.
ددغې ساحې اوسیدونکو د استعلام په ځواب کې لیکلي وو یاده ځمکه چې نږدې ۱۲۵۸۹ جریبه کیږي، په بشپړ ډول امارتي ده او د مالکیت ادعا يې نه لري. ددغې ځمکې له مجموع څخه ۳۷۵۰ جریبه د خلکو لخوا غصب شوې ده.
ددغه هیئت په ناسته کې، د ځمکې د غصب د مخنیوي کمېسیون د مشرتابه لارښوونه د کاري کړنلارې او د هغې د څرنګوالي په اړه بحث وشو او پریکړه وشوه چې موضوع د یو راپور په ترڅ کې له کمېسیون سره شریکه شي.

په همدې حال کې، د غور ولایت د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او ددغه ولایت په مرکز کې د یو شخص د تیلو د ټانک د ځمکې په اړه بحث وشو او پریکړه وشوه چې د یاد شخص یا د هغه د استازې حضور راتلونکې غونډه کې ضروري دی.
دغه راز یاده ناسته کې، د یو شخص سندونه او بانکي آیزونه چې د فیروز کوه په مرکز د ښاري ماسټر پلان ساحه کې ده، بررسۍ لاندې ونیول شوو. یاد شخص ښاروالۍ ته د دوو نمرو د پیسو د تحویلۍ آویز لري.
دغې ناسته کې پریکړ وشوه چې یاده برخه کې له ښاروالۍ څخه لا زیات معلومات وغوښتل شي. له دې امله چې ددغه شخص کور د ماسټرپلان شنې ساحه کې موقعیت لري، او پریکړه وشوه چې شنو ساحو کې د اجراآتو په اړه له مرکز څخه هم لارښوونه وغوښتل شي.
یاده ناسته کې، د فیروزکوه اړوند د ګلدره غلمین د ساحې ځمکې بررسۍ لاندې ونیول شوه او متصرفین یې احضار شوو. یادو اشخاصو اقرار وکړ چې دغه ځمکه د امارت ملکیت ده او د مالکیت له ادعا څخه منصرف شوو. دغې ناسته کې، پریکړه وشوه چې د جنوب لور ساحه د لازیاتې بررسۍ لاندې ونیول شي.