کابل او فراه ولایتونو کې له ۴۷۰۰ جریبو څخه زیاته ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
Mon, Jan 23 2023 9:44 AM
.

د کابل او فراه ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونو دغو ولایتونو کې له ځینو سیمو څخه لیدنه وکړه او نږدې ۴۷۲۲ جریبه ځمکه یې امارتي تثبیت کړه.

د کابل ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د چهار آسیاب ولسوالۍ د حاجي مرجان ښارګوټی، د حاجي رحمت الله ښارګوټی، د چهل دختران اړوند میاخیل کلي او د سقاوې دښتې ملا عبدالکبیر ښارګوټی له نږدې وکتل او بررسي کړل.

یاد هیئت ددغو سیمو له ځايي خلکو او مشرانو سره وکتل او د امارتي ځمکو د تصفيې او بررسۍ په اړه يې د اسلامي امارت د مشرتابه پیغام هغوی ته بیان کړ.

یاد هیئت د سیمو جي پي اس ټکي واخیستل او د هغو له متصرفینو څخه يې سندونه او شرعي قبالې وغوښتلې او هغوی ته استعلام ورکړل شو ترڅو ځواب ورکړي.

یاده هیئت، د میاخیل کلي د ځمکې له بررسۍ څخه وروسته چې نږدې ۲۰۰۰ جریبه  کیږي، امارتي تثبیت کړه . ددغې ځمکې متصرفینو سندونه نه درلودل او د هغې په امارتي توب يې اقرار وکړ. د یاد شوو سیمو او د ښارګوټو نور سندونه هم د هیئت تر بررسۍ لاندې دي.

.

په همدې حال کې، د فراه ولایت تخنیکي هیئت ددغه ولایت په مرکز کې غلامان سیمې ته ولاړ او ۲۷۲۲ جریبه ځمکه يې عامه مرعی او امارتي تثبیت کړه.

 ددغې ځمکې یوه اندازه کرنیزه ځمکه ده چې په تصرف شوو ځمکو سرپناه، کورونه، څاګانې او نور تاسیسات جوړ شوي دي.

 هیئت د سیمې متصرفینو او اوسیدونکو له پاره د امارتي ځمکې د غصب او پکې له ودانیز کارونو څخه د ډډې کولو په اړه جدي لارښوونې صادرې کړې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS