جوزجان ولایت کې کابو ۴۵۰۰۰ جریبه عامه مرعی ځمکه تثبیت شوه

hayat_admin
Thu, Jan 19 2023 12:18 PM
.

د جوزجان ولایت د تخنیکی هیئت ناسته د هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او هیئت ددغه ولایت مرکز کې د سلمان دښتې ترڅنګ د ګلګون توغي، قوچین او نورو ګاونډیو کلیو ختیځ کې د امارتي غصب شوي عامه مرعی ځمکو په اړه  د کادستر او د هیئت د سکرتریت راپور بررسي کړ.

دغې سیمه کې ۴۵۰۰۰ جریبه عامه مرعی ځمکه تثبیت شوه چې زیاته برخه یې غصب شوي او ۸۰ سلنه یې چیم شکني شوې ده.

دغې ناسته کې پریکړه وشوه، د سه شنبه او منګوټي کلیو غصب شوو ځمکو سندونه بررسي شول او اړوند اشخاصو او ادارو ته استعلام وویشل شو او له هغوی څخه وغوښتل شول چې د غاصبینو بشپړ لړلیک او سندونه هیئت ته وسپاري.

په همدې حال کې، د غزني ولایت د تخنیکی هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور او د شیخ عبدالسلام او ده خداداد ځینو برخو اوسیدونکو سره جوړه شوه.

دغې ناسته کې، ددغو دوو سیمو د خلکو سندونو تر بررسۍ لاندې ونیول شول او د هغوی له پاره استعلام وویشل شو تر څو ځواب وړاندې کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS