د بلخ او جوزجان ولایتونو د تخنیکي هیئتونو د ناستې جوړیدل

hayat_admin
Tue, Jan 10 2023 12:17 PM

د بلخ او جوزجان ولایتونو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئتونو د دوو تېرو ورځو په ترڅ کې خپل ناستې جوړې او دغو ولایتونو کې له ځینو سیمو څخه لیدنه وکړه.

د بلخ ولایت د تخنیکي هیئت ناسته کې د معلوماتي استعلامونو ځوابیې چې مخکنۍ غونډه کې د ښارګوټو مسوولینو ته ویشلي وو، بررسي شوې.

دغې ناسته کې، د هوايي ډګر په جنوب کې د بحر آب ښارګوټي په اړه هم بحث وشو. یاد ښاروګوټی د ۶۸۰ جریبه ځمکې مساحت کې جوړ شوی دی. ددغه ښارګوټي سیمه د کروکي له اخیستلو څخه وروسته ۱۰۲۰ جریبه څرګند او تصمیم ونیول شو چې د محکمو د حکم په پام کې نیولو سره دغې برخه کې اجراآت وشي.

شادیان دښتې کې د خالد بن ولید او حبیب الله ښارګوټو په اړه هم پریکړه وشوه چې امنیه قوماندانۍ او اړوند ادارې دغو ښارګوټو کې ودانیز کار او پېر او پلور مخنیوي وکړي او د یاد ښارګوټي قبالې له پړاونو څخه تېرې نه شي. دغه راز پریکړه وشوه چې ددغو دوو ښارګوټو اصلي مالکان یا شرعي وکیلان ۲۰ ورځو پورې هیئت ته حاضر شي.

یاده ناسته کې، د نصرت آباد د ښارګوټي مسوولینو ته استعلام وویشل شو او کادستر ټیم موظف شو چې د مارمل بې ځایه شوو ښارګوټي د زمیندارۍ له سیمې څخه کروکي واخلي او راپور یې وړاندې کړي.

.

د انتظار ښارګوټي په اړه هم پریکړه وشوه چې مسوولین یې راتلونکې غونډې ته حاضر او خپل سندونه وړاندې کړي. دغه راز د بلخ ولسوالۍ په چقش کلې کې د ۵۰۰۰ جریبو ځمکو موضوع هم بررسي شوه او د یادې سیمې د عدم چم شکني او د  تصفيې لاندې نیولو په اړه پریکړه وشوه.

په همدې حال کې، د جوزجان ولایت د تخنیکي هیئت ناسته د هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او پکې د فیض آباد ولسوالۍ کولکداش کلي غصب شوې ځمکې په اړه د هیئت راپور بررسي شو او دغې برخه کې د لا زیاتو څیړنو په اړه ټینګار وشو.

دغې ناسته کې، کرنې ریاست ته دنده وسپارل شوه چې عامه مرعی ځمکې مساحت، تفکیک او کروکي کړې ترڅو اړوند راپور یې جوړ او  کمېسیون ته واستول شي.

دغه راز یاد هیئت ددغه ولایت مرکز کې د دشت سلمان او صوفي قلعه سیمو له کليو څخه لیدنه وکړه او د کلي له اوسیدونکو سره یې وکتل. یاد هیئت یاد شوو کلیو کې غصب شوې ځمکه تر بررسۍ لاندې ونیولې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS