په درې ورځنۍ ښوونیزې برنامې کې د بغلان ولایت د عدليې رییس ګډون

hayat_admin
Mon, Dec 12 2022 1:52 PM
.

د بغلان ولایت د عدلیې رییس مولوي ګل رسول نصرت په درې ورځنۍ ښوونیزې برنامې کې چې ددغه ولایت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د چارو  د انسجام آمریت د دفتر په تالار کې جوړه شوې وه، ګډون وکړ.

په دغې برنامه کې، د ملکي خدمتونو د کارکوونکو قانون، د ملکي خدمتونو د کارکوونو د ذاتي چارو مقرره، د ملکي دریم تر شپږم بست پورې د تعییناتو کړنلاره، رهبري، د کارکوونکو د جراآتو د ارزونې کړنلاره او د رویې د ډول لارښوود د درېو ورځو له پاره تدریس شول.

دغه برنامه د ملکي خدمتونو د ادارو د رییسانو او د خپلواکو ادارو د آمرینو د پوهې د کچې لوړولو او د اسلامي امارت د ملکي خدمتونو له قوانینو، مقرراتو، پالیسېو او کړنلارو سره د آشنا کولو په منظور جوړه شوې وه.

.

یاده برنامه د جمادي الاول میاشت په ۱۴ نېټه د پنجشنبې په ورځ ددغې برنامې د ګډونوالو له پاره د تصدیق پاڼو په ویش سره پای ته ورسیده او د پای په مراسمو کې یې د بغلان ولایت والي او ورسره مل پلاي او د ملکي خدمتونو د ادارو ۴۵ تنو رییسانو او د خپلواکو د ادارو آمرینو ګډون کړی وو.

په دغې برنامه کې، د بغلان ولایت والي مولوي سمیع الله حزب الله د یادې برنامې ګډونکوونکو ته توصیه وکړه چې هغه څه یې چې په دغې برنامه کې زده کړي دي، د خپلو ادارو د کارونو د ښه والي له پاره وکاروي. دغه راز نوموړي هغوی ته توصیه وکړه چې د اسلامي امارت قوانین، مقررې او پالیسۍ د اداري اصلاحاتو د ادارې له لارې په بشپړ ډول زده کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS